کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٦ :
د باميانو مواصلاتي لارې د واورې د سخت اورښت له امله له دوو ورځو راپه دې خو ا د ترافيکو پرمخ تړلې شوې دي.
د باختر آژانس خبريال د باميانو ولايت له پيښو سره د مبارزې درئيس محمدرضا له خولې خبر راکړ: د واورې د سخت اورښت او توپان له امله له څو ورځو را په دې خوا د حاجي ګک د غاښي، کابل _ باميانو، ورث_ دايکنډي، د قوناب د غاښي، د شيبر د غاښي، باميان _ يکاولنګ، دسيغان دغاښي _ باميانو، دصد برګ دغاښي، د پنجاب دغاښي موا صلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلې شوې دي .
دده دڅرګندونوله مخې: د ځمکې پرمخ د واورې اندازه څه دپاسه يومترو ته رسيږي.
د باميانو ولايت له پيښوسره د مبارزې رئيس زياته کړه چې ديکاولنګ ولسوالۍ د زارين په غاښي کې د واورې د ښوئيدو له امله درې تنه وژل شوي دي چې د دوو تنو مړي يې له واوروڅخه ايستل شوي او د يوه تن مړى تر واورو لاندې دى.
محمدرضا څرګنده کړه چې اړونده ادارې د دغو مواصلاتي لارو د پرانستلو په خاطر کار پيل کړى دى، خو د وسايطو د او امکاناتو د کمښت او د سخت توپان له امله زموږ هلې ځلې بې نتيجې دي.
0 1 دقیقه لوستل