ورزش

د فيروزي او د اردو ټيمونه لوبه کوي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د فيروزي او د اردو ټيمونه لوبه کوي.
د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د ديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د سرې مياشتې ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د اتحاد ټيم ته ماتې ورکړه .
قيومي زياته کړه چې تر اوسه پورې د سرې مياشتې ټيم د نهه ويشتو امتيازونو په لرلو سره د جدول په سرکې ځاى لري.
د يوبل خبرله مخې:
په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سياليو نن د سپهر او د بګراميو د يورش د ټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
دغه سيالۍ په څلورو ګروپونوکې د ديرشو ټيمونو په ګډون له څه مودې راپه دې خوا په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې د شمال د يارانو ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د رسنيو ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته