کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٩ :
د ډاراچوونکو او تروريستانو د ډله ييزو فعاليتونو د مخنيوي په موخه نن سهار دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکـــونو چاڼيز عمليات پيل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د غبار_٣ په نامه دغه عمليات د ډار اچوونکو او تروريستانو د ډله ييزو بريدونو او فعاليتونو د مخنيوي په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو د جزوتامونو او منسوبينو ، ٢٠٣ تندر قول اردو ، ملي پوليسو ، ملي امنيت ، د کابل د امنيې قوماندانۍ ګارنيزيون او د کابل د ١١١ فرقې دمنسوبينو په ملاتړ دکابل ولايت د موسهي ، خاکجبــــار ، تيزين او سروبي ولسواليو په مربوطاتو کې نن سهار پيل شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ