کابل باختر دوري دمياشتې ١٦ :
سره له دې چې وخت دسهار نږدې اته بجې کيږي خو دکابل ښار په اتمه ناحيه کې درايو ورکولو ځينې مرکزونه لاتراوسه پورې فعال نه دي .
خلکو په دغو مرکزونو کې ليکې جوړې کړې دي او ددغو مرکزونو پرانستلو ته سترګې په لاره دي .
دباخترآژانس خبريال خبر راکړ : يو له دغو مرکزونو څخه چې په قلعه حشمت خان کې دقندهاريانو په جامع جومات کې دى او خلک په دغه مرکز کې رايو ورکولو ته سترګې په لاره دي لاتراوسه پورې کارکوونکي يې په دې نه دي بريالي شوي چې ميزونه ، څوکۍ او صندوقونه برابر اوتنظيم کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ