ټولنه

په نيمروز کې د راتلونکو انتخاباتو پر شفافيت ټينګار وشو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
په نيمروزکې په انتخاباتوکې د شفافيت د تامينولو په موخه د دغه ولايت د مدني ټولنې د فعالينو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د غړو په ګډون پرون ناسته وشوه.
د نيمروز د مدني ټولنې شبکې رييس عتيق الله نور زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: په ناسته کې د مدني ټولنې شبکې، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او د دغه ولايت ټولو خلکو د انتخاباتو پر شفاف ترسره کولو، فعال ګډون او ناپيلي رول ټينګار وکړ او د تېرو انتخاباتو له تجربو څخه د نيمګړتياوو د لرې کولو ژمنه وشوه.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته