سیاست

تبصره :

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ٣
ټاکل شوې ده څه دپاسه درې مياشتې وروسته دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات په هيواد کې ترسره شي ، نظر سنجونې ښيې  چې په دې بهيرکې دګډون په مقصد دخلکو دعلاقمندۍ  کچه دهرې ورځې په تيريدوسره  پراخيږي .
دباخترآژانس مبصر ليکي  :
دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره پروګرامونه په بيلابيلو اړخونو کې  يې دجوړيدوپه حال کې دي  او دافغانستان  خلک دانتخاباتو بهيرته ديوملي بهير  په توګه ګوري  اودخپلې  سياسي راتلوونکي برخليک په راتلوونکو انتخاباتو  پورې اړوند بولي  او داپه داسې حال کې ده چې تراوسه پورې دانتخاباتو دترسره کولو په باب خبرې په عمده توګه دامنيتي او لوژستيکي مسلو په باب شوي دي  او ددغه بهير نورو اړخونو ته کمه پاملرنه شوې ده .
يوه نوې نظر سنجونه چې دانټرنشل ديموکراسۍ دموسسې له خوا شوې ده  ددې کار څرگندويه ده  چې  په افغانستان کې په شرايطو برابر  په سلو کې پنځه اتيا خلک په دې بهيرکې له ګډون سره مينه لري .
سره له دې چې نه شو کولاى دغه نظر سنجونه  ديو معيار په توګه وبولو بلکې دغه نظر سنجونه خپلې نيمګړتياوې لري  خو نتيجې يې کولاى شو دانتخاباتو په بهيرکې  دډله ييز مشارکت دخبرو لپاره يوه انګيزه وبولو او که چيرې په ښه توګه او زيات کار وشي  اوخلک دراتلوونکوانتخاباتو داړخونو اوګټو په باب زيات معلومات ترلاسه کړي  له شک پرته  په دې بهيرکې دهغوي دګډون لپاره زياته زمينه برابريږي .
دانتخاباتو خپلواک  کميسيون په تيرو وختونو کې دامنيتي اولوژستيکي مسلو په باب زيات ټينګار  کړاى دى  په داسې حال کې چې امنيتي بنسټونوپه وار وار دا ضمانت ورکړاى دى چى دوي ديوهر اړخيز او له امنيتي مزاحمتونو څخه لرې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره  کار کوي  اودغه شان فضا برابروي .
په دې ترتيب دانتخاباتو دترسره کولو په خاطر امنيتي انديښنې ترزياتې اندازې پورې لري شوي دي  او دا دانتخاباتو د کميسيون په مسوولينو پورې اړه پيداکوي چې ددغه بهير بل اړخ ته پاملرنه وکړي چې دا کار  دخلکو پوهاوى اوپه دې بهيرکې  پراخ ګډون ته  دهغوي هڅونه ده .
لازمه ده چې دغه کميسيون  خپل تبليغاتي کار پراخ کړي  نن ورځ په هيواد کې زياتې رسنۍ فعالې دي چې بايد دهغوي له امکاناتو څخه دخلکو په پوهاوي کې کار واخستل شي  .
ممبرونه ، تحصيلي موسسې اودقومي مشرانو له نفوذ څخه استفاده  کيداى شي  په دغه بهير دخلکو دپوهاوي لپاره عوامل  وبلل شي  .
له بده مرغه يو زيات شمير خلک نوماندانو اودهغوي همکارانو ته دقومي ترکيب  او پيوند له مخې ګوري . دلته ضروري ده  چې نوماندان دخپلو پروګرامونو په باب زيات تمرکز ولري  او خپل اوسني او راتلوونکي پروګرامونه خلکو ته بيان کړي.
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دې بايد دغه بهير په داسې ډول مديريت کړي چې 
هيڅ تخنيکي ستونزه دانتخاباتو سياسي ، اقتصادي  او ټولنيزو ارزښتونه تر پوښتنې لاندې ونه نيسي .
يوه بله خبره  چې کولاى شو ورباندې غور وکړو  دنوماندانانو دتبليغاتي فعاليتونو تنظيم اويا په بل ډول انتخاباتي مبارزې دي .په هيواد کې  دانتخاباتو داتيرو دوو دورو  تجربو وښودله  چې  دغه بهير دسترو ښارونو په بڼه کې  دبدلون سبب شو .
دښارونو په ديوالونو کې دنوماندانو دتبليغاتي موادو او عکسونو ځړولو دښارونو هويت اوبڼه  بدله کړه . سره له دې چې  دانتخاباتو دتيرو دوو پړاونو له ترسره کولو څخه څوکاله تيريږي لاتراوسه پورې هم  ددغو پړاونو دنوماندانانو عکسونه او تبليغاتي مواد دښار په ځينو برخو کې ترسترګو کيږي . ضروري ده  چې دانتخاباتو  خپلواک کميسيون دې  له ښارواليوسره په  همکارۍ  کې  دغه بهيرتنظيم کړي چې ښارونه  دنوماندانو دعکسونو اوتصويرونو په  ځړولوسره خپله بڼه بدله نه کړي.
ديادونې وړ ده  چې موږ په هيواد کې دجمهوري  رياست دنږدې راتلوونکو انتخاباتو په ترسره کولو سره  له امنيتي پلوه  په خپلو پښو دډډې لګولو په لور ګام اخلو  او دبدلون لسيزې ته داخليږو  چې په هغې کې به  دنړيوالې ټولنې شتون  او مرستې کمې شي .
په داسې حال کې چې  انتخاباتوکولاى شي  دبدلون دغې لسيږې ته ننوتل  آسانه کړي  دخلکو پراخ ګډون کولاى شي خلکو ته داعتبار وړ نتيجې اوپايلې  برابرې کړي . نو ضروري ده چې خلکو ته زياته انګيزه  ورکړاى شي  چې دوى دغه بهير ته ديو ملي  او برخليک ټاکونکي بهير په توګه وګوري  او په هغه کې په پراخ ګډون سره  دانتخاباتو اودهغو دنتيجو ملاتړ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته