ټولنه

د شهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشوه

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٤ مه
په لوګر ولايت کې د شهيدانو پاتې کسانو او ټپيانو پرون نغدي مرستې ترلاسه کړې.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي باخترآژانس ته وويل چې يو ميليون ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي پيسې چې د اجرائيه رياست له خوا برابرې شوې وې؛ د شپږو تنو شهيدانو په کورنيو او په ١٣ ټپيانو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د هيئت په وړاندې وويشل شوې .
ده زياته کړه چې د هر شهيد په کورنۍ ۱۰۰ زره افغانۍ او په هر ټپي ۵۰ زره افغانۍ نغدې پيسې وويشل شوې .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته