دهرات ښار باختر دغويي دمياشتې ٢٨نيټه :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اته تنه ډار اچوونکي په هرات ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول .
دغه جګړې تېره شپه د ادرسکن ولسوالۍ په رودګز اول، رودګز دوم او بادګيرک سيموکې رامنځته شوې دي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل ؛ په دغو جګړوکې دوسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو جګړوکې درې تنه پوځيانو هم ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ