امنیت

په تخار کې يوغل ونيول شو .

کابل ـ باختر ـ د وري څوارلسمه : د تخار پوليسو پرون يو سړى د يوه موټر د غلا په تور ونيوه . د تخار د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدير سمونوال مصدق الله مظفري د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي د بدخشان له ولايت څخه يو کرولا موټر غلا کړى و او غوښتل يې چې کندز ولايت ته ولېږدوي ،خو د مرکز تالقانو ښار د خطايانو په ساحه کې له جنايي جرمونوسره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شو . ده زياته کړه غلا شوى موټر خپل خاوند ته سپارل شو ى او تورن کس د پوليسو تر پوښتنو لاندې دى . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته