ټولنه

د پروان او کاپیسا ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل/ د غویي ١٤ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې غونډو په دوام، پرون له غرمې مخکې د پروان او کاپیسا ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سربېره، د پروان او کاپیسا ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت ريیسانو هم په کې حضور درلود، د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ په ګواښونو، راتلونکو عملیاتو او لاسته راوړنو هم بحث وشو.
همداراز، له اخاذي سره پر مبارزې او له خلکو سره په لا زیات کار ټینګار وشو او څرګنده شوه چې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دې د ولایتونو په کچه او په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب په موخه لا زیاته همغږي وشي.#ختم – ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته