کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ غونډه وکړه .
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دغونډې په پيل کې پوهاند محمدرسول باوري وويل چې، دغه کميسيون د جمهور رئيس د لارښوونې له مخې جوړ شوى دى چې يوويشت غړي لري او هدف يې په پرتمين ډول د نوروز نمانځل دي.
د ده د څرګندونوله مخې ؛ د نوروز جشن يو سيمه ييز فرهنګ دى چې هرکال د نوروز حوزې د هېوادونو له خوا نمانځل کيږي او سږکال به د سيمې په کچه ترکيه يا آذربايجان کوربه وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې د ښېې همغږۍ په خاطر اړتيا ده هغه ادارې چې نوروز نمانځي مشخصې شي، څو په همغږۍ سره په پرتمين ډول ونمانځل شي.
ده دغه رازتينګار وکړ چې، د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې دکتاب او دلاسي صنايعو نندارتون جوړيږي او ورزشي نندارې ته وړاندې کېږي.
پوهاند باوري د کميسيون له پتې څخه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ټولو رياستونو ته هم لارښوونه وکړه چې، دغه کميسيون دې د ولايتونوپه کچه هم جوړ شي، څو له دغې ورځې څخه د نمانځنې په برخه کې همغږي رامنځته شي .
د کميسيون غړو د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر په رسنيزو خپرونو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې، دنيالګيو دايښودلو پروګرام دې هم ترسره شي.
دوى د نوروز په نمانځلو کې داړوندو ادارو همغږي اړينه وبلله او طرحه يې کړه چې بايد دغه ورځ د فرهنګي عرف په توګه ونمانځل شي .
دکميسيون غړو پريکړه وکړه چې د ښيې همغږۍ په مقصد دې راتلوونکي غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړه شي.
د راتلوونکي کال د نوروز جشن ( يو نيالګى د ځان لپاره اويو نيالګى د سمسور افغانستان لپاره ) تر شعار لاندې نمانځل کېږي .پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل