سیاست

جمهو رئیس غني د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس سره وکتل

کابل باختر دوري  اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په پلازمېنه جاکارتا کې د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس ډاکټر زولکیفلي حسن سره وکتل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د دغه هېواد د مشرانو جرګې په ودانۍ کې ترسره شوه، د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس وویل، اندونیزیا او افغانستان له شپږ لسیزو راهیسې دوستانه مناسبات سره لري او د جمهور رئیس غني د هلو ځلو له برکته د افغانستان پرمختګ ته خوشاله یوو.
ده همدارنګه د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د همکاریو د نویو موافقه ليک په لاسلیکولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، دغه همکارۍ به د اقتصادي ودې او د ژوند د وضعیت د ښه والي تر څنګ د اندونیزیا او افغانستان دوستي نوره هم غښتلې کړي.
جمهور رئیس غني د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس، حکومت او خلکو ته د یاد هېواد د انکشاف، پرمختګ او د ولسواکۍ د تامین مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا مهمه ده چې اندونیزیا نن د نړۍ په باثباته او پرمختللو هېوادونو کې ځانګړی نوم او ځای لري.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان موقعیت ته په اشارې وویل، د افغانستان ثبات د اسیا او سیمې د ثبات په مانا دی، ځکه افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه جنوبي او مرکزي اسیا او همدارنګه د سیمې نور هېوادونه سره وصلوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، افغانستان د ستراتیژیک موقعیت او د سیمې د وصل د ظرفیت تر څنګ پرېمانه طبیعي زېرمې او ځوانه ټولنه لري، ځکه د هېواد د نفوس اکثریت مو ځوانان تشکیلوي.
جمهور رئیس غني وویل، په افغانستان کې روان جنګ داخلي نه، بلکې زموږ په خلکو او هېواد تحمیل شوی جنګ دی. زموږ خلک د امنیت او ثبات غوښتونکي دي، ځکه د جګړو له امله ګڼ فرصتونه زموږ له لاسه وتلي او افغانستان ته له مالي پلوه زیات زیان اوښتی دی.
محمد اشرف غني د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او د ملي شورا استازو او مقاماتو سره له نږدې د مسایلو په اړه بحث او خپلې تجربې شریکې کړي.
د اندونیزیا د مشرانو جرګې رئیس د مننې په څرګندولو سره افغانستان ته د سفر په اړه د جمهور رئیس بلنه ومنله او څرګنده یې کړه، چې موږ به هم د افغانستان ملي شورا ته اندونیزیا ته د سفر او د تجربو د شریکولو بلنه ورکوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته