سیاست

جمهوررئیس غني: څوک چې بحران ایجادوي باید پوه شي چې موږ بحران په فرصت بدلوو

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف پرون له غرمې وروسته د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز په رسمي ډول پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په  حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرکې  په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې د هند سفیر، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې رهبري پلاوي هم حضور درلود، لومړی په مالي او بانکداري چاروکې د جمهوررئیس سلاکار او د افغانستان –هند هوایي کوریدور مسوول صدیق الله مجددي خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه ، د افغانستان –هند هوایي سوداګریز دهلیز د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی چې د هېواد جمهوررئیس او د هند لومړي وزیر په ۲۰۱۶ کال کې اعلام کړ او نن رسما ګټه اخېستنې ته وسپارل شو.
مجددي د افغانستان-هند هوایي کورېدور موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لرې کول وښوده، ويې ویل چې په لومړۍ الوتنه کې د ۵ ميلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه کرنيز محصولات د دغه هوایي دهلیز له لارې ډهلي ته انتقالېږي او تر یوې اونۍ پورې به په دويمه الوتنه کې له قندهارڅخه د دوه ميلیونو ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شي. 
د هېواد سواګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې، د افغانستان –هند هوایي دهلیز د پرانېستلو هرکلی یې وکړ، ويې ویل د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې خصوصي سکتور د ترانزیټ ستونزې له جمهور رئیس سره طرحه کړې چې نن د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانېستنې  ویاړ لرو.
هغه زیاته کړه: د ترانزیټي لارو د پراختیالپاره د حکومت هڅې لکه د اقینه-ترکمنستان اوسپنې پټلۍ، له چین سره ترانزیټي اړیکې، د چابهار بندر پرانیسته، د  ایران-تورغونډۍ او د یاد هوایي کوریدور پرانیسته د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ زمېنه برابروي او موږ له تاسې څخه مننه کوو.
الکوزي د افغانستان-هند هوایي دهلیز د سوداګر ۍ او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ نوی څپرکی یاد کړ ويې ویل، دا مهال په قندهار کې د مېوو د ساتنې، پروسس او صادراتو لپاره لوړ ظرفیت رامنځته شوی دی. 
په کابل کې د دوست هېواد هندوستان سفیر من‎پریت هورا په خپلو خبروکې د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانیستې مبارکي ورکړه او ويې ویل: په ندرت لېدل کېږي چې یوه عامه پالیسي دې له مفکوره یي حالته په یو کال کې د بشپړتیا پړاو ته ورسېږي، خو د ملي یووالي حکومت او د افغانستان جمهوررئیس ثابته کړه چې دا کار د اجرا وړ دی.
هغه وویل چې د هوایي کوریدور پرانیسته د اوږدمهاله ستونزې ستراتیژیک حل دی چې د افغانستان سواګریزه ټولنه ورسره مخ وه او له دې لارې یې خپلې اړیکې تر ټولو ستر مارکیټ (هند) چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د افغان سوداګرو مهمه اړتیا ده، تامینيږي.
په کابل کې د هند استوګن سفیر وویل، د افغانستان د ترانزیټ ستونزه دا مهال د افغانستان دجمهوررئیس د عالي مفکورو له امله  په فرصت بدله شوې چې د افغانستان-هند هوایي کوریدور یې  څرګنده بېلګه ده. هغه زیاته کړه هند ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان –هند هوایي دهلیز لومړۍ الوتنې لپاره  په ډهلې هوايي ډګر کې لازم امنیتي تدابیر نېول شوي دي او دا ګام موږ  د دوه اړخیزه سوداګرۍ یوې  لارې ته رهنمایي کوي او د دواړو هېوادونو سوداګرو په ځانګړي ډول زموږ صادروونکو ته سترې منافع رامنځته کوي.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان-هند هوایي کوریدور پرانیستلو د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: څوک چې بحران جوړوي باید پوه شي چې موږ دا بحران په فرصت بدلوو.  هغه د یاد دهلېز په پرانیستو کې د ټولو مسولینو د هڅوقدرداني وکړه.
جمهوررئیس  د هند د دولت او خلکو له همکارۍ او د افغانستان دولت او خلکو ته  د هغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، ويې ویل: زه او مودي د هوایي کوریدور د جوړیدو په اړه ژر پایلې ته ورسېدو او نن ورځ یې په عملي توګه پایلې وینو.
جمهوررئیس محمداشرف غني د خصوصي سکتور، دولت او د چارو د مختصصینو په ګډ کار ټینګار وکړ او دا همکاري او همغږي یې په فرصت د ننګونو د بدلولو لپاره ګټور وبلله. هغه زیاته کړه زموږ موخه دا ده چې افغانستان په یوه صادرونکي هېواد بدل کړو، ځکه له فقر سره له مبارزې پرته بې ثباتي نه رفع کېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې  د افغاني محصولاتو په صادراتوباید زیات  تمرکز وشي او په بازار کې باید له مشتري سره د ګډ کار زمېنه برابره شي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ اقدامات پانګه والو، سوداګرو او خصوصي سکتور  ته دا ډاډ ورکوي چې د هغوی تولیدات نه ضایع کېږي او د  ودې  او د لا ډېرو افغاني صادراتو زمینې به ورته برابرې شي.
جمهوررئیس د کرنې ارزښت ته اشاره وکړه ويې ویل، په کرنه کې ثبات نغښتی دی، تر هغې چې کرنه وده ونه کړي، ثبات منځته نه راځي او باید هڅه وشي تر څو زموږ د بڼوالو او کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي.
جمهوررئیس غني، سوداګري او پانګوالي ملي رسالت وباله او ويې ویل، دا د بې بې خدیجې او زموږ د پیغمبر کسب وو چې هم دنیوي او هم اخروي ګټې لري.
د هېواد جمهوررئیس د ګمرک او حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د محصولاتو د صادراتو په برخه کې د خصوصي سکتور ستونزې وارزوي او په دوواوونیو کې دې خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، نن ورځ د دې ښکارندویي کوي، هغه څوک چې په افغانستان حمله کوي، باید پوه شي چې زموږ اراده نشي کمزورې کولی. څوک چې د دوست په توګه  افغانستان ته راځي، زموږ غېږه ورته پرانیستې ده او که څوک د دښمن په توګه راشي، نو ګور ته به لاړ شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته