سیاست

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې وزيره : افغانستان په يوازيتوب سره نه شي کولاى چې دنشه يي توکو دپديدې پرخلاف مبارزه وکړي.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٤  :
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په چارو کې دهمغږۍ په  موخه پنځه اړخيزه
سيمه ييزه غونډه نن په کابل کې  جوړه شوه او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې  دچارو وزيرې دنړيوالې ټولنې دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دباخترآ ژانس دخبريال د خبرله مخې : دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو  وزيرې سلامت عظيمي چې  په کابل کې دافغانستان ، پاکستان ، ايران ، تاجکستان  او  دروسيې دهېوادونو دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  د چارو دوزيرانو په پنځه اړخيزه غونډه کې  خبرې  کولې وويل ؛  دنشه يي توکو توليد، قاچاق او ترانزيت  يوه مستقيمه کرښه نه ده بلکې يوه خبيثه کړۍ ده  چې بيلابيل هېوادونه او افراد په دې کړۍ کې لتاړ دي او دا کار ددې سبب شوى دى  چې افغانستان په يوازيتوب سره  ونه کړاى شي  له دغې  پديدې سره  مبارزه وکړي   او اصلي قرباني شوى دى.
عظيمي  زياته کړه  چې په افغانستان کې دنشه يي  توکو پايلې ددې سبب شوي دي   چې درې مليونه تنه انسانان په  دغو توکو  روږدي شي اوپه هېواد کې ناامنۍ او تروريستي فعاليتونه زياتوالى ومومي .
له نشه يي توکو سره دمبارزې وزيرې څرګنده کړه  چې  دغه وزارت يو هر اړخيز
پروګرام  چې له نشه يي توکوسره دمبارزې ټول موارد  احتوا کوي ، تدوين  او
داجرا لپاره د جمهور رئيس له خوا دتائيد وړ وګرځيد.
دې  په دغه پلان دبرياليتوب په  خاطر  دپنځه اړخيزو هېوادونوله استازو څخه وغوښتل چې دنشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې  لپاره  دروغتونونو د جوړولو ، له نشه يي توکو سره دمبارزې په چارو کې داړيکو دټينګښت ، له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو دتبادلې  او ملاتړ ، دقانون دتنفيذ ، دبديل  ژوندانه دملاتړ ،  داستخباراتي اطلاعاتو دتبادلې  او دتفاهم ليکونو   دعملي کولو په برخو کې  دافغانستان ددولت  له پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړي.
په دې غونډه کې  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په چارو کې دکورنيو چارو وزارت معين  جنرال بازمحمد احمدي خبرې وکړې او ويې ويل ؛  لاتراوسه پورې هم  نشه يي توکو سيمې ته  ستر چلند متوجه کړى دى  او دتروريستي شبکو دتمويلولو سبب کيږي  او دطالبانو  زياتره مشران دنشه يي توکو په قاچاقو او ترافيکو کې ستر رول لري.
ده وويل ؛  چې په جنوبي او ختيځو سيمو کې د جګړو او تاوتريخوالي دوام په هېواد کې دنشه يي توکو دتوليد زمينه برابره کړې ده .
ده وويل ؛ دټولو له همکارۍ او همغږۍ پرته نه شو کولاى  چې دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره مبارزه وکړو او دسيمې دهېوادونو په تيره بيا دپاکستان له ملاتړ پرته  چې دقاچاق وړونکو بانډونو صادرونکى دى  ، مبارزه نه کيږئ.
ده وويل  چې دبودجې دکمښت او دجګړو دسختوالي له چلنجونو سره سره يولړ برياليتوبونه هم ترلاسه شوي دي  چې دنشه يي توکو دلسګونو سترو قاچاق وړونکو نيول ، ديوې زياتې اندازې  نشه يي توکو کشف اوضبط ،  او دنشه يي توکو ديو زيات شمير لابراتوارونو او کارخانو  ويجاړول دي.
احمدي زياته کړه  چې له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو دايران او تاجکستان دهېوادونو له سرحدي پوليسوسره په  همکارۍ کې يو زيات شمير قاچاق وړونکي نيولي او دهغوى  يوه زياته اندازه نشه يي توکي او کيمياوي مواد يې ضبط کړي دي.
په همدې حال کې دتاجکستان له نشه يي توکوسره دمبارزې  دادارې رئيس شيرخان سليم زاده ، دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې   په  چارو کې د ايران  دکورنيو چارو وزارت معين اسدالله هادي زاده او په کابل کې  د روسيې سفير   له نشه يي توکو سره مبارزه يو نړيوال  ګواښ وباله او هغه يې نړيوالې سولې او
امنييت ته زيان وباله .
دوى  له نشه يي توکوسره دمبارزې په کار کې دافغانستان دحکومت هلې ځلې  کافي ونه بللې اوپه دې اړوند يې دنړيوالې ټولنې رول ګټور وباله.
ټاکل شوې ده ددغې غوڼدې په پاى کې دبرخه والو له خوايوه ګډه اعلاميه خپره شي.
افغانستان په داسې حال کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په موخه دپنځه اړخيزې غونډې کوربه توب کوي چې  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کار  کې يې ديوې سيمه ييزې  او له سيمې څخه بهر  ديوې غونډې دجوړولو غوښتنه کړې ده .
سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې دنشه يي توکو لومړۍ صادرونکى هېواد بلل  کيږي   خو دسيمې استخباراتي سازمانونه ، نړيواله مافيا او طالبان  دسپينو زرو ددغې لعنتي سوداګرۍ اصلي استفاده کوونکي دي.
افغانستان ځان  دهغوى  ديوې سترې لوبې قرباني بولي  چې په سيمه او نړۍ کې دنشه يي توکو  کار رهبري کوي او په نړيوالې همکارۍ باندې ټينګارکوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته