لښکر ګاه باختر د کب د میاشتې ۱۴مه
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د وسله والو طالبانود یوه سیمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه ټپیان شول او درې تنه نور ووژل شول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې،تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې ماین چاودنه کړې.
هغه وویل:په دغه چاودنه کې د ملا ظاهر په نامه د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي او درې تنه نور وژل شوي دي.
ځواک زیاته کړه چې، دغه راز د نادعلي ولسوالۍ او د لښکر ګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي دي.
هغه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي. پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل