ټولنه

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره دپوليسو مرسته .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
  پوليسو په ننګرهار ولايت کې له درې سوه اړو او جګړې ځپلو کورنيو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وکړه .
په دې مرسته کې وريجې ، غوړي ، اوړه ، لوبيا ، نخود ، شمړى او دپخلنځي او دکور نور لوازم شامل دي .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې پوليسو له درې سوه بې وزلو او جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته کړې ده .
  ده وويل چې دغه کورنۍ دپوليسو له څيړنو وروسته دمرستو د ترلاسه کولو مستحق وبلل شول .
ديوبل خبر له مخې: په ننګرهار کې  له څه دپاسه سلو کورنيو سره  مرسته وشوه
په دې مرسته کې خوراکي توکي او لګښتي مالونه شته چې دکورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې  .
دننګرهار ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړا وکې له څه  دپاسه سلو بې وزلو کورنيو سره مرسته شوې ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته