ورزش

په باميانوکې د بايسکل ځغلونې سيالۍ پيليږي

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د بايسکل ځغلونې د سياليو دريم پړاو په نږدې راتلوونکې کې په باميانو ولايت کې پيليږي .
د المپيک د ملي کميټې د بايسکل ځغلونې فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغوسياليو موخه د ځوانانو او تنکيو ځوانانو ملي ټيم ته ورزشکارو نجونو او هلکانو ترمنځ د غوره څيرې د پيژندنې لپاره ده .
د صادقي د څرګندونوله مخې: په دغو سياليوکې د هېواد له مرکز او ولايتونوڅخه د نجونو او هلکانو د بايسکل ځغلونې د ملي ټيم غړي ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته