سیاست

په ولسي جرګه کې دخلکو استازو نن دهېواد دبيلابيلو امنيتي ، سياسي ،نظامي اوټولنيزو مسئلو په باب خبرې وکړې اودهېواد له امنيتي ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

دباخترآژانس دخبرله مخې :
دولسي جرګې په  نننۍ  عمومي غونډه  ګې چې  ددغې جرګې ددویم نایب په مشرۍ جوړه شوه ، دخلکو استازو په خبرو کې   دهېواد ، سياسي اونظامي حالات وڅيړل او په  ناخوالو  او نيمګړتياو يې   دنيوکې ګوته  کيښوده   خو په بيلابيلو جبهو کې يې دهېواد  دامنيتي ځواکونو دکړو وړو او دامنيتي ځواکونو دمنسوبينو داتلواليو   او  حماسو  يادونه وکړه   او هغوى يې  دهېواد  درښتينو بچيانوپه توګه وستايل .
په غونډه کې دخلکو استازو  دجګړې دبيلابيلو اړخونو په تحليل او څيړنې سره دهغو د انګيزو  او دتمويل اوسمبالولو  سرچينو ته  هم اشاره وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل  چې   په سياسي پوهې  اودافغانستان دخلکو  دملي ګټو  په پام کې نيولوسره دې  دسولې خبرې   په هوښارۍ سره تعقيبې کړي.
دوى  دزياتو ناخوالو  يادونه وکړه  .
په ولسي جرګه کې دخلکو استازي رحماني   په ګرشک اوسنګين کې دملي اردو  د ٩٠ تنو ځواکونو  دشهادت يادونه وکړه    چې په دې باب رپوټ نه دى ورکړى شوى.
په ولسي جرګه کې دخلکو بل استازي مجروح  طرحه کړه چې  هره ورځ دافغانستان په ګوټ ګوټ کې  جګړه روانه ده  په دې جګړه کې  چا ته چې دسر زيان رسيږي دافغانستان خلک اوسرتيري دي ، افسران دي او نور بيلابيل قشرونه اوملکي وګړي.
ده دغه راز وويل : په دې سترګې نه پټيږي   هر شهيداوټپي  چې په دې هېواد کې کيږي  په افغانستان پورې  له همدغو اړوندو  قومونو څخه بهر نه دي.
ده دغه راز وړانديز وکړ  چې   ددولت  ددريو رکنونو  دنږدېوالي په خاطر دې اداري هيئت  ديوه پلاوي په  ګومارلو سره اقدام وکړي.
دقندهاردخلکو استازي لالي   په ټول هېواد په تيره بيا دهلمنداوقندهار په ولايتونو کې  دامنيتي ځواکونو اتلواليو  او ميړانې ته  اشاره وکړه او ويې ويل :  چې ددې هېواد بچيان  دخپلو سرونو  او ژوند په قرباني کولو سره   دهېواد دځمکنۍ بشپړتيا او خلکو دفاع کوي  اوموږ بايد  په ټولو ساحو کې دهغوى  او دشهيدانو دکورنيو  ملاتړ وکړو او له هرې ممکنې لارې دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.
ده په پاى کې وويل ؛ له هغو غوره جنرالانو  او کادرونو څخه دې  چې څوک نه پيژني  کار واخيستل شي.
په همدې ترتيب دخلکو بل استازي  ځاځي  دخلکو  له ټولو استازو څخه وغوښتل  کله چې خبرې کوي  دملي اردو دمنسوبينو دميړانې ، زړورتيا اواتلواليو يادونه هم وکړي او ملاتړ يې  وکړي ، امنيتي ځواکونه وهڅوو   دشهيدانوله کورنيو سره مرسته او همکاري وکړو   او پرې نږدو    چې ناهيلي دهغوى لمن ونيسي.
راشئ موږټول دهېواد له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ لپاره کمپاين وکړو.
دده دڅرګندونوله مخې : ددغو اتلانو  په ميړانه  او همت دى  چې نن دخلکو استازي دکنفرانس په تالار کې ناست دي او خبرې کوي او يوشمير نورو وکيلانو هم   امنيتي اوسياسي مسئلو ته اشاره وکړ  اوپه ټولو ساحو کې يې  دامنيتي ځواکونو دغوڅ ملاتړ غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته