امنیت

د حکومت ملاتړ په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله پراخه کړې ده

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
په روان کال کې د زعفرانو کرکیله له زرو هکتارو څخه 2800 هکتاره ځمکې ته لوړه شوی چې دغه ارقام د تیر کال په پرتله 250 سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې اواوبولګولووزارت ارقام ښيي چې سږ کال د افغانستان بزګرو شپږ میتریک ټنه زغفران تر لاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تیرکال دغه حاصلات درې نیم متریک ټنه وو.
د کرنې او اوبولګولو وزیر اسدالله ضمیر چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه لوړوالي لاملونه بیانول وویل چې د دغه زیاتوالي ستر لامل د افغانستان د حکومت هغه رغنده تګلارې دي چې له امله یې د زعفرانو له کروندګرو سره مالي مرستې او ملاتړ زیات شویدی.
د کرنې اواوبولګولووزیر د دغه پرمختګ په نورو لاملونو هم رڼا واچوله او د افغانستان د زعفرانو په اخیستلو کې د عربي هیوادونو د لیوالتیا راماتول، او د چین او افغانستان تر منځ د زعفرانو د خرڅلاو هغه هوکړه لیک ته اشاره وکړه چې د سږکال په لومړیو کې لاسلیک شوی و.
ښاغلي ضمیر وویل د کرنې اوبولګولووزارت په پام کې لري چې د زعفرانو د وچولو لپاره یو شمیر ماشینونه هم د دې برخې د پانګه والو په واک کې ورکړي چې په دفې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي. هغه وویل:« د دغو ماشینونو په ویشلو سره به د افغانستان زغفران په چټکۍ سره نړیوالو ته ورسول شي.»
د کرنې اواوبولګولووزیر په ډاګه کړه چې اوس مهال د افغانستان له 34 ولایتونو څخه په 31 کې زعفران کرل کیږي. هغه دا هم وویل چې د افغانستان بزګرانو سږ کال د شپږو میریک ټنه زعفرانو د خرڅلاو له امله ملیونونه ډالر تر لاسه کړیدي.
په افغانستان کې د زعفرانو کرکیلې داسې مهال پراختیا موندلې چې تیر کال یې د نړۍ د 300 ډوله زغفرانو په منځ کې د غوره زغفرانو مقام د دریم ځل لپاره د نړیوال انستیتوت له خوا په بروکسل کې خپل کړ.
زعفران هغه طبي بوټی دی چې کمو اوبو ته اړتیا لري او نن سبا د درملو او عطرو په جوړولو کې ترینه ګټه اخیستل کیږي.
د زعفرانو کرنه په افغانستان کې 23 کلنه سابقه لری او داسې ویل کیږي چې د زعفرانو پیاز د لومړی ځل لپاره د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې وکرل شوه او وروسته بیا په نورو سیمو کې هم دود شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته