ټولنه

د روغتيايي کارکوونکو عمومي ټولنې په هېوادکې د روغتيايي کارکوونکو د کاري خونديتوب غوښتنه وکړه

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
د روغتيايي کارکوونکو عمومي ټولنې په افغانستان کې د جګړې له ټولو لورو څخه وغوښتل چې ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو ته زيان ونه رسوي.
دغه مرکز په کندز ښارکې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون هوايي بريد وغانده او د جګړې له ټولو لوروڅخه يې وغوښتل چې د روغتيايي کارکوونکوحقوق او مصونيت دې په جدې ډول رعايت کړي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د روغتيايي کارکوونکو د عمومي ټولنې غړو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د ډاکترانو او د روغتيايي کارکوونکو د سراسري اتحاديې رئيس پروفيسور عبدالودود باجوړي خبري وکړې او ويې ويل: د بې سرحده ډاکترانو د روغتون بمباري د پاملرنې وړ نه دى او دغه حرکت د ډاکترانو او  د روغتيايي کارکوونکو له منځه وړلو پرته چې شپه او ورځ په سختو شرايطوکې  د ناروغانو درملنه کوي؛ بل څه نه و.
ده وويل: دغه پيښه بايد په شفاف ډول وڅيړل شي او عوامل دې وپيژندل شي او د دغې پيښې د شهيدانو پاتې کسانو ته دې غرامت ورکړ شي .
وروسته پروفيسر ډاکتر محمدفياض صافي، شفيقې بابک او يوې روغتياپالې د خپلو اړوندو ټولنو او اتحاديو په استازيتوب خبرې وکړې او ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي يې په هېوادکې بېطرفه کسان وبلل او له ښکيلو لوروڅخه يې وغوښتل چې د دوى د فعاليتونو په وړاندې خنډ رامنځته نه کړي .
ويناوالو دغه راز غوښتنه وکړه چې په کندزکې د جګړې اړونده لوري دې دټپيانو د ليږدونې او درملنې او دغه راز د جګړې په ډګرکې دپاتې مړو دښخولو په خاطر اور بند وکړي.
د دغې غونډې برخه والو په شپږو مادوکې يو پريکړه ليک هم صادرکړ او په هغه کې يې په هېوادکې د جګړې د بندولو د غوښتنې ترڅنګ په  هر رازشرايطوکې اړو کسانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې د روغتيايي کارکوونکو د ژمنې يادونه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته