سیاست

دجمهور رييس مرستيال : په روان کال کې به دفرضي حج بهير دتيرو کلونو په نسبت په ښه توګه ترسره شي .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
دفرضي حج دملي کميټې غونډه نن سهار دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست ددويم مرستيال  او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ  جوړه شوه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې دجمهور رييس مرستيال  دحج دملي بهير ارزښت ته په اشارې سره  څرګنده کړه چې دحج په بهير کې  يو-دپاسپورت  دويش  او دنوم ليکنې  په ګډون برخوکې داداري پړاونو دترسره کولو په لحاظ دبهير پيل  ،دويم  په  سعودي عربستان کې دحاجيانو ميشت کول او دمناسکو  په ترسره کولو کې دلازمو اسانتياو برابرول او دريم سعودي عربـستان ته  دحاجيانو ليږدونه  او بيرته افغانستان ته  دهغوى ليږدول  هغه موارد دي  چې زيات دقت  او درايت ته  اړتيا لري .
  دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونو له مخې ،  ددغه بهير  لومړى پړاو  په ښه توګه  ترسره شوې دي او داستوګنې  دځاى دبرابرولو او دحاجيانو داړتيا وړ  اسانتياو دبرابرولو په برخه کې  دکار پرمختګ هم په ښه توګه ترسره کيږي  اوهيله ده  په روان کال کې  دفرضي حج بهير  دتيرو کلونو په نسبت  په ښه توګه  ترسره شي . دجمهور رييس مرستيال   زماني محدوديت ته په پاملرنې سره  چې شته  دافغان حاجيانو دليږدونې دبهير دبشپړولو په   برخه کې دمسوولو ادارو په عملي اقداماتو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  هيله لرم  چې دغه بهير  په داسې ډول تنظيم شي  چې دشفافيت په تامينولو سربيره  دتيرو کلونو ستونزې تکرار نه شي .
په دې غونډه کې داړوندو برخو مسوولينو دهغو اجرااتو په برخه کې  چې ترسره کړې يې دي  خپل کاري رپوټونه  کميټې ته وړاندې کړ او دغونډې غړو  دکارونو  دپرمختګ او په بيلابيلو برخوکې دچارو  دلازيات سمون  دڅرنګوالي په باب خپلې نظريې څرګندې کړې.
کميټې په پاى کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې  دحاجيانو دليږدونې لپاره  دمناسبې  بيې او داړتيا وړ تخنيکي معيارونو په پام کې نيولو سره  له هغو هوايي شرکتونوسره چې ټاکل شوې ده دحاجيانو  دليږدونې په بهير کې ونده واخلي ، اړيکې ونيسي  او خپلې څيړنې دراتلوونکي اوونۍ  ديکشنبې دورځې  تر له غرمې وروسته پورې  کميټې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته