امنیت

دطالبانو په بريد کې درې تنه پوليسان ووژل شول

کابل باختر دوري  دمياشتې ٤ :
درې تنه پوليسان تيره شپه په جوزجان ولايت کې  دطالبانو په غلچکي بريد کې شهيدان شول.
دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني دباخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو  داقچې ولسوالۍ په امنيتي پوستې بريد وکړ  چې  د دواړو لورو ترمنځ دجګړې له امله درې  تنه پوليسان شهيدان شول.
جوزجاني زياته کړه   چې دجګړې په بهيرکې يو طالب هم وژل شوى او  مړى يې په هغوى پورې  له يوه اړوند سراچه موټر سره  په سيمه کې پاتې دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دولايت له مرکزڅخه  دپيښې سيمې ته دکومکي ځواکونو په رسيدوسره نور طالبان و تښتيدل  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته