نړۍ

د امريکا جمهور رييس د عربستان له وليعهد سره وکتل

  واشنګتن بي بي سي   باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د سعودي عربستان له وليعهد سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل .
اوباما په دې سفرکې د دواړو هېوادونو د اړيکو په ستاينې سره وويل: موږ هڅه او هاندکوو چې  په ډيرو سختو شرايطوکې دغه شان اړيکې ته دوام ورکړو.
دسعودي عربستان وليعهدهم له اوباماسره په کتنه کې ويلي دي چې هېواد يې له امريکاسره خپلو ستراتيژيکي اړيکو ته ځانګړى ارزښت ورکوي.
د امريکا جمهور رييس دخليج دحوزې د هېوادونومشرانو ته د کمپديويدد سفر بلنه ورکړه. خو دعربستان باچا ملک سلمان د ځينو دلايلو له مخې له دغه سفر څخه ډډه کړې ده .
اوباما د سعودي عربستان له  وليعهد سره په کتنه کې وويل چې د کمپديويد په غونډه کې به د يمن د حالت اوپه دغه هېواد کې د اوربند په باب خبرې وشي .
د اسوشتيدپرس خبري آژانس وايي چې امريکا به دکمپديويدپه غونډه کې په قوي احتمال سره د خليج د حوزې له غړو هېوادونو سره د زياتو پوځي مرستو پيشنهاد وړاندې کړي.
دغه رازامريکا به دغوهېوادونو ته دګډو پوځي مانورو دترسره کولو وړانديز وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته