امنیت

په هرات کې د يو غيرحکومتي مرکز تښتول شوي کارکوونکي د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٨
په هرات کې د تښتوونکو له خوا د سيکاوست د غيرحکومتي مرکز درې تنه کارکوونکي آزاد شول.
په دغو کارکوونکي ديارلس ورځې مخکې کله چې د ګذرې او د پښتون زرغون د ولسواليو په لاره کې د مرستې په رسولو بوخت وو؛ د يوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا بريد وشو او تښتول شول .
د يوتښتوونکى يو تن خپلوان چې د نوم له ويلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تښتوونکي وسله وال طالبان وو او د زياتو پيسو له اخستلو او د قومي مشرانو د فشار له امله دغه کارکوونکي خوشې شول .
ده وويل: دغه کارکوونکي د اختر په لومړۍ ورځ خوشې شول.
خو د هرات د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تښتول شوي کارکوونکي د پيسو له ورکولو پرته د امنيتي ځواکونو د هلوځلو په نتيجه کې وژغورل شول او يوبل يې تراوسه پورې له تښتوونکو سره دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته