کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
د دولت ٩٦ تنه وسله وال مخالفين نن په بغلان ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول .
دغه افراد په دووګروپونوکې د بغلان ولايت په دوو ولسواليوکې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شول.
دبغلان د ولايتي کميټې رييس عبدالصمدستانکزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ملاشيرآغا په مشرۍ ٨٢ تنه له ٥٤ کلاشينکوفونو سره د ده صلاح په ولسوالۍ کې او ١٤ تنه نور د مولوي حبيب الله په سرمشرۍ له نهو ميلو وسلو سره دبغلان ولايت په خوست ولسوالۍ کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
ستانکزي زياته کړه: له دولت سره د يوځاى شويوکسانو وسلې او تجهيزات ددغه بهير له پيل څخه تراوسه پورې د ډيرې ګټورې وسلې په توګه چې پيکا ، توغندي ويشتوونکي ، کلاشينکوفونه او نور پکې دي؛ وويل او زياته يې کړه: د نويو وسلو په باب ددغوکسانو د همکارۍ د روحيې په پام کې نيولو سره ډاډمن يو چې ددغو له پخوا زيات په دغوکسانوپورې په اړوندو ساحوکې به امنيت تامين شي .
0 1 دقیقه لوستل