کابل باختردوري دمياشتې ٢٦:
دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو او د وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د ګيلان ولسوالۍ د للمې په ساحه کې ونښته چې له امله يې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: په دې نښته کې د ملي اردو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ