امنیت

په غور کې څلور تنه دقومي دښمنيو له امله وو ژل شول

کابلباختر  دلړم د مياشتې ٢١  :
په غور ولايت کې پرون  دقومې نښتې له امله  څلور تنه ووژل شول .
په دې پيښه کې يو ماشوم هم ټپي شوي دي .
دغورولايت دامنيې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال  نورعلي  باخترآژانس ته وويل :  په چغچران ښار پورې اړوند دسنګبارو  اوقلعه سوخته په سيمو کې  د دوو قومونو ترمنځ اختلافونه   د دواړو لورو دڅلورو تنو دوژل کيدو او ديو اووه کلن ماشوم دټپي کيدو سبب شول.
سمونوال  نورعلي زياته کړه :  ددغو قومونو افرادو  له زياتې مودې را په دې خوا شخصي دښمني لري او څوځلي يې له يوبل سره نښته کړې ده .
خبرځاى زياته کړه پوليس هلې ځلې کوي چې ددغو وژنو عاملين ونيسي اوپيښه وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته