ټولنه

په پروان کې څه د پاسه زروسېلاو ځپلو کورنیو مرسته تر لاسه کړه

چاریکار / د لیندۍ / ۳۰ / باختر
د سرې میاشتې ټولنې په پروان کې نن په یو زرو دوه سوه سېلاو ځپلو کورنیو خوراکي توکي وویشل.
د پروان د سرې ټولنې رییس محمد اسحاق جهیش د باختر اژانس خبریال ته وویل چې څه د پاسه زرو سېلاو ځپلو کورنیو ته د پروان په مرکز کې وریجې ، لوبیا ، بوره ، غوړي ، چای ، مالګه او بسکویت ویشلي دي .
هغه زیاته کړه چې د غوربند د درې په څلورو ولسوالیو کې هم سېلاو ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي ، جامې او د کور وسایل ویشل کېږي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته