نړۍ

دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر په خيبر ايجسني کې ووژل شو

پيښور دي نيوزانترنشنل   د وږي دمياشتې  ٨ :
دپاکستاني طالبانو دتحريک يوکليدي قوماندان طارق اپريدي پرون  په خيبر ايجنسي کې په ډزو سره ووژل شو خودده دوژل کيدو خبر نن درسنيو له خواخپورشو.
خبري منابعو وويل : په اپريدي په داسې حال کې  چې په آس سپور و  دده داوښي له خوا ډزې وشوې  اوځاى پرځاى ووژل شو.
دپاکستاني طالبانو دتحريک دغه قوماندان  ديو پولندي انجينر په تښتونه  اود غرامت دترلاسه کولو لپاره دڅوتنو نورو په تښتولو کې لاس درلود.
خبرورکړشوى دى چې طارق اپريدي دلښکرجهنګو دممنوعه ډلې غړيتوب هم درلود
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته