کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په کندهار ولایت کې د دوو ترورستي پېښو د قربانیانو له کورنیو سره نن سهار په ارګ کې وکتل.
باختراژانس ته د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترد معلوماتوله مخې
په دې ډله کې د روان کال د جوزاد میاشتې د ۱۷مې او د سرطان میاشتې د ۱۹ مې نېټې د ځانمرګو ترورستي بریدونو چې زموږ ۱۲تنه بې ګناه هېوادوال پکې شهیدان شول، د قربانیانو کورنۍ شاملې وې.
جمهور رئیس حامد کرزي یو ځل بیا د شهیدانو له وارثانو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه او هیله یې وکړه، چې نورې داسې غمجنې پېښې رامنځته نه شي.
دغونډې په پای کې د هېواد جمهور رئیس په داسې حال کې چې د کندهار د والي مرستیال هم حاضر و، د دغو پېښو د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د حکومت نغدي مرستې وسپارلې