امنیت

نولس وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د لړم ٢٣مه / باختر :
نولس وسله وال طالبان په بغلان  ولايت کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول  هادي جمال باختراژانس ته وويل :دغه وسله وال طالبان دبغلان  ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دهمت خيلو په کلي او ددغه ولايت د ډنډ غوري داحمدزايو په کلي کې  دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه عملياتوکې  او هوايي برېدونو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو پېښو کې په لسګونو نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو  دسيمه ييز قوماندان مولوي شهاب  يکي قرارګاه له منځه وړل شوې ده  او ددښمن يو موټر هم ترلاسه شوى دى .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته