په دې کتنه کې، د افغانستان د علماو د بنسټ استازو د ولسي جرګې د منشي په توګه دعبدالستار خواصي د ټاکلو له امله هغه ته د مبارکۍ ترڅنګ د علماو د بنیاد، د چارو د ښه والي په اړه، خپل وړاندیزونه مطرح او د ولسي جرګې له منشي څخه یې وغوښتل، چې د نوموړی بنسټ د چارو په سمون کې مرسته وکړي.
ورپسې د ولسي جرګې منشي د افغانستان د علماو د بنسټ له استازو سره د کتنې له امله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه ګړي.