امنیت

اته تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو په دوو عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په قندهار کې دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دملي اردو منسوبينو د ډار اچوونکو اودوسله والو طالبانو د ډلې  دمشرانو دتعقيبولو په  مقصد دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره  کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول يو تن يې ټپي شو او شپږ تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دهلمند ولايت دناوي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو له منسوبينو سره په جګړه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
په دې نښته کې دوسله والو طالبانو د ډلې يوه اندازه وسله او ددرندو اوسپکو وسلو مهمات پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته