سیاست

دملي شورا دمشرانو جرګي اعلاميه

دملي شورا دمشرانو جرګي رييس او غړي دپکتيکا ولايت دښرنې ښار په مخابراتو کې پرون سازمان موندلي تروريستي بريد په کلکه غندي او دډاراچوونکو په ځپلو کې دپکتيکا دپوليسو سرښندونکې مقاومت ستايي  په ر ارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې پرون دسه شنبې دورځې په سهار يوې څلور کسيزي ډلې ځانمرګو دپکتيکا ولايت دمخابراتو په ودانۍ  چې يوه ملکي اداره ده يرغل وکړ چې درې تنه يې دملي پوليسو دوسله والې دفاع په بهيرکې  ځاى پرځاى ووژل شول  که څه هم ددوو تنو پوليسو په گډون زموږ څلور تنه نور هيوادوال شهيدان اوټپيان شول.

دمشرانوجرګي رييس فضل الهادي مسلميار اودپکتيکا ولايت سناتوران خان محمد  خاکي او جمعه دين ګيانوال ددغې تروريستي پيښي دشهيدانو پاک روح ته ددعا په کولو په ترڅ کې دپکتيکا له والي ، امنيه قوماندان اودپوليسو له منسوبينو څخه مننه کوي چې په لنډ وخت کې يې دحرفوي سړى وژونکو دتوطيې دپراختيا اودسردزياتو زيانونو اومالي تاوانونو مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته