سیاستخبرونهTOP

په قطر کې د اروپایي هېوادونو له استازو سره د اسلامي امارت پلاوي غونډه پیل شوې

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
د بهرنیوچارو وزارت مسوولین وایي د اروپایي اتحادیې له استازو سره د اسلامي امارت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د هیئت غونډه د قطر په دوحه کې پیل شوې ده.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: په دې غونډه کې به پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیوچارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت هیئت پرون د مسلمانوعالمانو د اتحادیې او د خلیج حوزې هېوادونو له استازو سره په قطرکې کتلي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته