ټولنه

دافغانستان دسولې سفيران دبايسکلونو په سپرلۍ ايران ته ځي

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دهرات ولايت پنځه تنه بايسکل ځغلوونکي دايران خلکو ته دسولې دپيغام درسولو لپاره دبايسکل په سپرلۍ ترمشهد ښارپورې ځي .
دبايسکل ځغلونې دغه ټيم دسولې او دوستۍ پيغام درسولو په خاطر ايران ته روان شو.
دغه بايسکل  ځغلوونکي ددواړو ملتونو ترمنځ  دسولې او دوستۍ  پيغام دليږدونې ترڅنګ دخراسان رضوي ولايت اودهرات ولايت  دبايسکل ځغلونې دفدراسيون ترمنځ اړيکې لاپسې ټينګوي.
دهرات ورزشي مسوولين  وايي چې دخراسان ولايت  له ورزشي  مسوولينو
سره په خبرو سره به ددغو بايسکل   ځغلوونکو د ظرفيت    د لوړولو لپاره
روزنيزې دورې هم ترسره شي.
څلورو تنوهراتي بايسکل ځغلوونکو چې ټاکل شوې ده دافغانستان له هرات څخه دايران ترمشهد پورې درې سوه څلور اوويا کيلومتره واټن د بايسکلونو په سپرلۍ  ووهي   دخپل سفر موخه دافغانستان او ايران ددوو ملتونو ترمنځ دسولې  او دوستۍ دپيغام رسول وبلل.
په همدې  حال کې  دهرات ولايت دبدني روزنې او ورزش مسوولين وايي په هغې همکارۍ   او همغږۍ  سره چې دغې ادارې دخراسان ولايت له ورزشي  مسوولينو سره ګړي دي  ټاکل شوې ده ددغو بايسکل ځغلوونکو  دظرفيت دودې اولوړولو په  لاره کې روزنيزې دورې  هم ترسره شي.
دغه ورزشکاران وايي که چيرې  ددولت  او دهېواد  دورزش دادارې له خوا يې ملاتړ وشي  دافغانستان  ګاونډيو هېوادونو ته به نور سفرونه هم ولري  او ددغه هېواد دسولې  او دوستۍ پيغام به هغوى ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته