کابل باختر د لړم دولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته دافغانستان په چاروکې دملګروملتو د سازمان له استازى يان کوبيش سره دخپل کار په دفترکې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال په ټاکلى وخت د انتخاباتو د ترسره کولو له بهير څخه د افغانستان داسلامي جمهوريت په بې دريغه او هراړخيز ملاتړ باندې ټينګار وکړ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل: په افغانستان کې انتخابات او د واک سوله ئيز ليږدونه د هيواد پر راتلوونکى حالت باندې اغيزه لري او دولت به له ټولو موجودو امکاناتو څخه استفاده وکړي چې دغه انتخابات زموږ د هيواد د اساسي قانون له مخې ترسره شي او اجازه به ورنه کړو چې پکې نيمګړتيا رامنځته شي.
په دې کتنه کې د ملګروملتو د سازمان ځانګړى استازى يان کوبيش هم په افغانستا ن کې له انتخاباتوڅخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې په دې بهير کې دانتخاباتو د ترسره کولوله مرکزونواو د افغانستان له دولت سره مرسته کوي .
دافغانستان په چاروکې دملګروملتو دسازمان استازى يادونه وکړه چې په راتلوونکى کې له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان دانتخاباتو د سم او روښانه تحقق پورې تړلى دى .
ده زياته کړه چې نړيواله ټولنه په دغو انتخاباتو کې دافغانستان دخلکو دپراخ رول او ګډون غوښتونکى دى او دانتخاباتو د سم ترسره کولو لپاره به د افغانستان له دولت سره په سلامشورو کې مرسته وکړي.
2 1 دقیقه لوستل