فرهنګ

د لوګر له کتابتونونو سره مرسته وشوه

پل علم باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
اته سوه ټوکه کتابونه نن د لوګر ولايت له کتابتونونو سره مرسته وشوه.
د افغانستان د معلوماتو د مرکز ساحوي مسوول محمد فياض ستانکزي باختر آژانس ته وويل: په دغو کتابتونوکې ديني، علمي، فرهنګي، سياسي او طبي کتابونه شته چې د مطالعې فرهنګ د بنسټيز کيدو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتونونو د محمدآغې او د بره کي برک ولسواليو د ښوونځيو  د کتابتونونو د بډاينې په مقصد وسپارل شول.
ستانکزي د دغو مرستو هدف د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مطالعې د فرهنګ پياوړتيا او رواجول وبلل او ژمنه يې وکړه چې په دې لاره کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز په ټول هېوادکې  ٢٥٢  کتابتونونه جوړ کړي چې لس يې په لوګر ولايت کې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته