کابل باختر دوري لسمه
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دملي اردو شپږ تنه عسکر دامنيتي دندو په بهير کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو شپږ تنه عسکر دبادغيس ولايت دمقر، دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ، دهلمند ولايت دسنګين او دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټونو کې په ښخ کړي شويو ماينونو دختلو او دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې شهيدان شول .
دغه راز اووه تنه نور عسکر دلغمان ، خوست ، ميمنې او دارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې په ورته پيښو کې ټپيان شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ