خبرونهټولنه

کونړ کې د یوه دېوال د غورځېدو له امله ۲۶ تنه ټپیان شوي

کابل، د وري ۲۹ مه، باختر

د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په بار کنډۍ سيمه کې  د دېوال غورځېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. 

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې ياده پيښه نن لس بجې هغه مهال رامنځته شوې،چې کلیوال د یوې جنازې په ویر راټول او ناڅاپه پرې د یوه کور دیوال راوغورځېد.

د اسعد اباد د مرکزي روغتون  ریيس ډاکتر مولاداد وايي  ۱۵ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

هېره دې نه وي چې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته