کابل باختر د کب لومړى :
په دايکنډي ولايت کې دسوختوک دبريښنا بند دجوړولو کار دنوي هجري لمريز کال تر پيل پورې بشپړيږي او دبريښنا توليدول به يې پيل شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دبريښنا شرکت مسوولينو وويل چې ددغه بند دجوړولو کار دبشپړيدو په حال کې دى او دکال ترپاى ته رسيدلو پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
دغه بند دنيلي ښار په پنځه کيلومتري واټن کې جوړ شوى دى .او د سيس کنګ دبريښنا رسولو خدماتي شرکت په هغه کې دبريښنا دتوليد توربينونو درول په غاړه اخستې دى .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې، دسوختوک بند جوړول پنځه مليونه ډالره لګښت لري چې دبريښنا شرکت له خوا ورکړشوى دى .
دغه بند داووه سوه کيلوواټه بريښنا دتوليد ظرفيت لري او دوه زره کورنيو لپاره بريښنا تامينوي خو په راتلونکې کې دهغه دتوليد ظرفيت زياتيږي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل