خبرونهاقتصاد

کندهار کې د کارتن جوړولو یوه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره کارتنو د تولید وړتیا لري

کابل، د غوايي ۶ مه، باختر

د کندهار سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د امین کریم په نوم د کارتن جوړولو کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره کاتنو د تولید وړتیا لري.

په کندهار کې د امین کریم په نوم د کارتن جوړولو کارخونه د تېرو شلو کلنو راهيسي فعالیت لري، چې په لومړیو کې يې تولیدات په ۲۴ ساعتونو کې تر ۵۰۰ کارتنو ته رسېده، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د یادې کارخونې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره کارتنو ته پورته شوی دی.

د یادې کارخونې مسوولين وايي، چې د کندهار ترڅنګ د ځينو نورو ولایتونو شاوخوا ۸۰ سلنه د کارتن اړتیا پوره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته