خبرونهامنیت

لس طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بغلان په څو کلیو او د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په لویه لاره کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو جګړو کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول او پوځيانو او ملکیانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته