خبرونهامنیت

کندهار کې د نشه یي توکو د پلور په تور ۱۷ تنه نیول شوي

کابل، د وري ۷مه، باختر
د کندهار امنیتي چارواکو تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د پلور په تړاو د ۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد باختر آژانس ته وویل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېره یوه اوونۍ کې ١٧ تنه د ٢٣٠ ګرامه چرسو، ۱۶۲ ګرامه هيرويينو، ۱۱۵ ګرامه ښيښې او ۵۷۵ ګرامه ټابلیټ کا ګوليو د پلور په تور نيولي دي.
د جمشيد په وينا، په ياده موده کې ۷۵ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي او وروسته د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته