فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري: د جام د څلي ترميمول په لومړيتوب کې دى

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
د ملګرو ملتو علمي او فرهنګي سازمان ( يونسکو) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د غور ولايت د جام څلى بيا رغاوي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې : 
په کابل کې د ملګرو ملتو د علمي او فرهنګي سازمان استازې او د عينکو د مسو د پروژې مسوولې ميرمن (ماريا ريتا استوسو) نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره په کتنه کې د دغې موضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه سازمان د نړيوال بانک په همکارۍ د جام څلى د بيا رغاونې په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه وزارت په داسې پاليسۍ کار کوي چې د تاريخي آرثارو او په تېره بيا د غور جام د څلي په ساتنې تمرکز لري.
ده د افغانستان د لرغونو او تاريخي آثارو د ساتنې او ترميمولو په لاره کې  د يونسکو د همکاريو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې دغه وزارت چمتو دى چې  د غور څلى په اړوند هم د پخوا په شان له يونسکو سره همکاري وکړي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د جام څلى ٢٤ ملي متره ميلان لري او دغې موضوع د يونسکو سازمان انديښمن کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وويل چې ټاکل شوې ده د يونسکو د ماهرانو يو هيئت غور ته سفر وکړي او له تخنيکي پلوه د دغه څلي ميلان به وڅيړي .
له دغه هيئت سره به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ماهران ملګرتيا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته