خبرونهټولنه

کندهار کې تېر کال څه باندې ۲۱۲ زره کسانو پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې ۱۵۴ زره او ۲۸۸ برېښنايي او ۵۸ زره او ۲۷۳ کاغذي پېژندپاڼې وېشلي چې له درکه یې څه ‌باندې ۱۰۷ ميليونه او ۶۷۵ زره افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمد خان وايي چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د برېښايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

محمد خان زياتوي د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۸ ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې نږدې ۱۰ زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او له ۲۲۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت (۲۱۰۰ زېږون کارتونه، ۱۰۱ د مړینې پارچې او ۲۱ د طلاق ثبت) خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په خبره، په ياد ولايت کې د آسان خدمت یو څانګه او دوې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي، چې په کې غوښتوونکو ته د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د نوم او عمر اصلاح کول، د مثنی پېژندپاڼې وېش، د عکس او بایومټریک تجدیدول، د ودونو او طلاق ثبتول) هم وړاندې کېږي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته