سیاست

د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب عطا او يو شمیر سناتورانودافغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو(فيفا) موسسې رئيس او غړو سره وکتل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب عطا د يو شمیر سناتورانو په حضور
دا فغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو(فيفا) موسسې رئيس او غړو سره وکتل.
د مشرانو  جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د ياد بنسټ رئيس سيد يوسف رشیداو غړو د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د په وخت ټولټاکنو د جوړېدو په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې د دريځ نيولو څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل، د ټاکنو خپلواک کمیسيون مکلفيت لري تر څو د دي ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د تخنيکي مراحلو دبشپړیدلو وروسته عملي ګامونه پورته کړي تر څو د امکان تر بريده د خلکو اعتماد د ټولټاکنو په بهير ژوندي شي.
ورپسې د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب عطا د خبرو په ترڅ کې ټولټاکنې د دموکراسۍ يو اصل وباله، څرګنده يې کړه چې دغې مجلس د هغو غونډو له امله چې له چارواکو سره يې درلودې، ترلاسه کړي چې حکومت د ولسي جرګې او  ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره اراده لري، سره له دي هم د دي بهير د جوړېدو په تمه يو.
همدا راز د مشرانو جرګې دمنشي نايب ډاکټر محمد فيصل سميع نن د بغلان ولايت د يو شمیر اوسیدونکوو غوښتنې د افغانستان بريښنا شرکت عملياتي رئيس سره مطرح کړې.
په دي کتنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، او په خپلو سيمو کې يې د بريشنا انرژۍ له نشتوالي څخه يادونه وکړه، د دي غوښتونکې وشل چې د بريښنا شرکت مسئولين د دوي د اړتيا د حل په موخه لازمه او په وخت رسيدګي وکړي.
ورپسې د ياد شرکت عملياتي رئيس خبرې وکړې او ويې ويل، د بغلان ولايت بیلا بیلو سيمو ته د بريښنا شبکې د وېش له پاره طرح او پلان موجود دي اود افغانستان بريښنا شرکت به هڅې وکړي تر څو د بغلان اوسیدونکو له پاره د برېښنا د وېش د عملي کار د پيل بهير تر لاس لاندي ونيسي.
ورپسې ډاکټر فيصل سميع د خبرو په ترڅ کې په هیواد کې د بريښنا انرژۍ د متوازن پراختيا او عادلانه وېش يو مهم امر وباله، او د بريښنا شرکت مسئولينو څخه يې وغوښتل تر څو دي برخې ته لازم پام واړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته