خبرونهورزش

کندز کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د وري ۱۸ مه، باختر

د کندز د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي چې د رمضان جام په نوم د فوټسال پیل شوې سیالۍ د شېرخان لیسې د لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د رمضان جام په نوم د فوټسال سیالۍ چې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مناسبت د یاد ولایت د پونې ریاست او د بدني روزنې او سپورټ مدیریت له خوا د ښوونځیو او مدرسو د ۸ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنۍ څخه ښکته د لیګ د جوړولو په موخه په لاره اچول شوې وې د شېرخان لېسې لوبډلې لومړی او د سرې میاشتې مدرسې د خالد بن ولید لوبډلې دویم مقام خپل کړی دی.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د عمومي تعلیماتو آمر قاري رحیم ګل احمدي ورزشکاران وهڅول او د دغه شان سیالیو په لاره اچولو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې ګټوونکو لوبغاړو ته د یاد مدیریت او پوهنې ریاست له لوري جایزې او مډالونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته