نړۍ، د وري ۲۸مه، بهرنۍ رسنۍ
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې پرون دوشنبې د هند تر کنترول لاندې د کشمیر په جولم سیند کې د کيښتۍ د ډوبېدو له امله ۴ تنه مړه او د ۱۵ په شاوخوا کې نادرکه دي.
پېښه سرینګر ښار ته نږدې رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې هڅه کوي نادرکه شوي کسان وژغوري او یا یې جسدونه ترلاسه کړي.
ډېری قربانیان یې ماشومان دي، چې ښوونځي ته پرلاره وه.