امنیت

دولس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
دولس وسله وال طالبان پرون د جوزجان په دوو ولسواليو کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د قوش تيپې او فيض آباد ولسوالیو په مربوطاتوکې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو بريدونو کې د دښمن دوه موټر او ٨ موټرسايکلونه له منځه یوړل شول.
پاى \ اشرفي \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته